<?php require_once('../config.php'); ?>
<!DOCTYPE HTML>
<head>
<title> د \"جامعة دار العلوم لسعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه\" د جامعې بنسټیزې چارې ښې پر مخ روانې دي | <?php echo $_settings->info('short_name') ?></title>
<meta name="description" content=" يواځینی نهاد، چې د دولس لپاره یې بنیادي کارونه ">
<meta name="keywords" content="#saadwelafrefoundation 
#charity foundation">
<meta name="robots" content="index, follow">
<meta property="og:type" content="article" />
<meta property="og:title" content="د \\\"جامعة دار العلوم لسعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه\\\" د جامعې بنسټیزې چارې ښې پر مخ روانې دي" />
<meta property="og:description" content=" يواځینی نهاد، چې د دولس لپاره یې بنیادي کارونه " />
<meta property="og:image" content="https://saadwelfarefoundation.org/uploads/blog_uploads/banners/51_banner.png" />
<meta property="og:url" content="https://saadwelfarefoundation.org/pages/د_" />
<?php require_once('../inc/page_header.php') ?>
</head>
<?php include(base_app.'inc/body_block.php') ?>
<h2 class="text-center text-bold">د \\\"جامعة دار العلوم لسعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه\\\" د جامعې بنسټیزې چارې ښې پر مخ روانې دي</h2>
<input name="blog_id" value="2838023a778dfaecdc212708f721b788" type="hidden">
<hr>
<span class='text-muted'><i class='fa fa-calendar-day'></i> Published: Oct 11,2023 05:41 AM</span>
<center><img src="https://saadwelfarefoundation.org/uploads/blog_uploads/banners/51_banner.png" class="img-thumbnail img-banner" alt="https://saadwelfarefoundation.org/pages/د_" /></center>
<p style="text-align: right;">د "جامعة دار العلوم لسعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه" د جامعې بنسټیزې چارې ښې پر مخ روانې دي.</p><p style="text-align: right;">تر اوسه یې په ۱۰۰ کې کابو ۵۵ چارې بشپړې شوې.</p><p style="text-align: right;">د جامعې د ستر جامع جومات لومړی منزل په معیاري او اساسي توګه سرته رسېدلی. </p><p style="text-align: right;">سږ کال (۱۴۴۴ هق) د جامعې ”دارالبنین“ څانګه په رسمي توګه کابو څلور میاشتې وړاندې پیل شوې، چې پکې په سوونو زده کوونکي زده کړي کوي. دوه اونۍ وړاندې ترې ازموینه واخیستل شوه، د ځوابي پرچیو په لیدو د کتونکي احساسات نه کابو کېده. په دومره لیري پرته او غریبه سیمه کې د داسې پرمختللې معیاري جامعې، معیاري زده کړي او معیاري زده کوونکو شتون د حیرانتیا وړ خبره ده. </p><p style="text-align: right;">خو دا یو منل شوی حقیقت ده، چې یو څوک د دین د خدمت لپاره لېڅې راونغاړي؛ الله پاک یې پر مخ ټولې تړلې دروازې پرانیزي، مرسته یې کوي او هدف ته د رسېدو اسانه او لنډې لارې ورښيي!</p><p style="text-align: right;">الله پاک فرمایي:</p><p style="text-align: right;"><br></p><p style="text-align: right;">   "إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ"</p><p style="text-align: right;">ژباړه: که تاسو د الله پاک د دین مرسته وکړئ؛ الله پاک به ستاسو مرسته وکړي.</p><p style="text-align: right;">د همدې جامعې باني مولوي محمد سالم ”سعد“ نه یواځې دا، چې د نوموړې جامعې چارې مخته وړي؛ بلکې درې نورې دیني مدرسې هم په واک کې لري، چې اوسمهال یې د جوړېدو چارې په جدي توګه روانې دي، چې دوې (۲) یې د غزني د ګیلان په سیمه کې قرار لري، یوه یې د نجونو او یوه د هلکانو دیني او عصري زده کړو ته ځانګړې شوې ده.</p><p style="text-align: right;">درېیمه یې د پکتیکا د خوشامند په ولسوالي کې شتون لري.</p><p style="text-align: right;">په نږدې وختونو کې به یې چارې بشپړې شي او د سیمې د زده کوونکو پر مخ به یې دروازې پرانیستل شي.</p><p style="text-align: right;">څرنګه چې د جامعې او نورو خیریه پروژو په ګډون د ټولو مدرسو د لګښت کومه ځانګړې سرچینه نشته؛ بلکې د هیواد د شتمنو، تجارانو او ”اهل الخیر“ حضراتو په مالي ملاتړ یاد کارونه مخته وړل کېږي؛ نو له همدې امله یو ځل بیا پر شتمنو، تجارانو او اهل الخیر وګړو په ډېر درنښت سره غږ کوو، چې د یاد شوو مدرسو او نورو تر کار لاندې پروژو په جوړولو کې له موږ سره مرستې وکړي؛ د دنیا او آخرت ثوابونه ترلاسه کړي. باوري یو چې ستاسو مرستې به په شفافه او رڼه توګه د خیر په کارونو لګول کېږي.</p>
<?php include(base_app.'inc/body_block_end.php') ?>
