testing

ستره جامعه د ستر نوښت پایله


Published: Oct 15,2023 07:04 AM
https://saadwelfarefoundation.org/pages/ستره_جامعه_د_ستر_نوښت_پایله_.php

ستره جامعه د ستر نوښت پایله 

دنیا د تل اوسېدو کور نه ده؛ دلته هر سړی مسافر ده؛ هوښیار هغه ده، چې د راتلونکي تلپاتي کور لپاره زیار وباسي او د هغه د ښکلا او ځلا لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.

نبي علیه السلام مبارک فرمایلي:

«الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ. (مشكاة).

ژباړه: ځېرک هغه څوک ده، چې خپل ځان یې وپېژاندل او د راتلونکي تلپاتي ژوند لپاره یې نېک عمل تر سره کړ.

د مولوي محمد سالم ”سعد“ په زیار او هڅو پلان شوی منظم نوښت او یو داسې چمتو شوی پينځښت په باوري توګه د منلو او ستایلو وړ ده. 

نوموړي د ”الجامعة العربیة لسعد بن ابی وقاص“ په نوم د یوې سترې جامعې بنیاد کېښوود، داسې یوه جامعه، چې بنسټیزي او زده کړېیزي چارې یې په نږدې او لرو پرتو سېمو کې هیڅ ساری نه لري. هرڅه یې معیاري او اساسي بڼه لري.

د یادې جامعې چارې په ۵۰ جریبه ځمکه د جوړېدو په حال کې دي. نوموړې جامعه په سیمه کې د روښانه او ځلانده لمر په څېر ده، چې د ډېرو سیمو زده کوونکي به ترې علمي رڼا تر لاسه کړي. د قوشتېپې د کانال په څېر نه؛ بلکې د ”امو“ د سیند په څېر ده، چې ډېر د دیني او عصري زده کړو تږي به خپله علمي تنده پرې ماته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د همدې ګلبڼ (جامعې) د بنسټګر له اوږده مهاله د یوې داسې چارې د ترسره کېدو په تکل کې لالهانده و؛ خو څرنګه چې هيواد د تورې بلا د یرغل په منګولو کې و، داسې کړنو ته لاره هواره نه وه؛ نو ځکه یې د بنسټ کېښوودلو چارې وڅنډېدې.

کله چې د سترې فتحې او بریا لمر مو د هیواد پر افق پړک وواهه؛ سمدستي نوموړي د جامعې د بنسټ ډبره کېښووده او څو میاشتې وړاندې په رسمي توګه د یوې سترې غونډې په ترڅ کې، چې لوړپوړو چارواکو په کې هم ګډون لاره، پیل شوه.

د یادې جامعې د ځمکې په ګډون زیاته برخه بنسټيزې چارې د شتمنو او اهل الخیر وګړو په مالي ملاتړ ۵۵ سلنه ته لوړې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د همدې جامعې باني (مولوي محمد سالم ”سعد“) کابو له شپږو (۶) کالو را پدېخوا یو لړ لنډمهاله او اوږد مهاله مالي، زراعتي او تجارتي پروژې په کار اچیولې، ترڅو ترې لاس ته راغلي عوائد (ګټه) د همدې جامعې د زده کوونکو پر ورځنیو لګښتونو مصرف کړل شي.

زه باوري یم، چې په راتلونکي کې به د یادو پروژو تر بشپړېدو وروسته د جامعې  زیات لګښتونه له همدې حاصلاتو نه، اداء کېږي.

په یادو پروژو کې د غنمو کرکیله، د انګورو باغونه؛ تجارتي مارکېټونه او داسې نور شتون لري.

تېرته په کتو، موندلی شو، چې نوموړی د څومره ژور فکر، لوړ مرال، پخې او سالمي عقېدې، په دیني او علمي ډګر کې د څومره بې ساري خدمت څښتن ده.

که کوم شتمن، تجار یا خیري وګړی و غواړي، چې له همدې جامعې سره مرسته وکړي؛ نو د "سعد خیریه بنیاد"، کوم چې مشري یې د نوموړې جامعې د باني پر غاړه ده، له لاندې ادرسونو سره دي اړیکه ونیسي، ترڅو یې مال  شفاف ډو‌‌َل د خیر په چارو کې ولګېږي.