خدمتونه

ستره جامعه د ستر نوښت پایله

ستره جامعه د ستر نوښت پایله دنیا د تل اوسېدو کور نه ده؛ دلته هر سړی مسافر ده؛ هوښیار هغه ده، چې د راتلونکي تلپاتي کور لپاره زیار وباسي او د هغه د ښکلا او ځلا لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.نبي علیه السلام مبارک فرمایلي:«الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ. (مشكاة).ژباړه: ځېرک هغه څوک ده، چې خپل ځان یې وپېژاندل او د راتلونکي تلپاتي ژوند لپاره یې نېک عمل تر سره کړ.د مولوي محمد سالم ”سعد“ په زیار او هڅو پلان شوی منظم نوښت او یو داسې چمتو شوی پينځښت په باوري توګه د منلو او ستایلو وړ ده. نوموړي د ”الجامعة العربیة لسعد بن ابی وقاص“ په نوم د یوې سترې جامعې بنیاد کېښوود، داسې یوه جامعه، چې بنسټیزي او زده کړېیزي چارې یې په نږدې او لرو پرتو سېمو کې هیڅ ساری نه لري. هرڅه یې معیاري او اساسي بڼه لري.د یادې جامعې چارې په ۵۰ جریبه ځمکه د جوړېدو په حال کې دي. نوموړې جامعه په سیمه کې د روښانه او ځلانده لمر په څېر ده، چې د ډېرو سیمو زده کوونکي به ترې علمي رڼا تر لاسه کړي. د قوشتېپې د کانال په څېر نه؛ بلکې د ”امو“ د سیند په څېر ده، چې ډېر د دیني او عصري زده کړو تږي به خپله علمي تنده پرې ماته کړي.د یادونې وړ ده، چې د همدې ګلبڼ (جامعې) د بنسټګر له اوږده مهاله د یوې داسې چارې د ترسره کېدو په تکل کې لالهانده و؛ خو څرنګه چې هيواد د تورې بلا د یرغل په منګولو کې و، داسې کړنو ته لاره هواره نه وه؛ نو ځکه یې د بنسټ کېښوودلو چارې وڅنډېدې.کله چې د سترې فتحې او بریا لمر مو د هیواد پر افق پړک وواهه؛ سمدستي نوموړي د جامعې د بنسټ ډبره کېښووده او څو میاشتې وړاندې په رسمي توګه د یوې سترې غونډې په ترڅ کې، چې لوړپوړو چارواکو په کې هم ګډون لاره، پیل شوه.د یادې جامعې د ځمکې په ګډون زیاته برخه بنسټيزې چارې د شتمنو او اهل الخیر وګړو په مالي ملاتړ ۵۵ سلنه ته لوړې شوې.د یادونې وړ ده، چې د همدې جامعې باني (مولوي محمد سالم ”سعد“) کابو له شپږو (۶) کالو را پدېخوا یو لړ لنډمهاله او اوږد مهاله مالي، زراعتي او تجارتي پروژې په کار اچیولې، ترڅو ترې لاس ته راغلي عوائد (ګټه) د همدې جامعې د زده کوونکو پر ورځنیو لګښتونو مصرف کړل شي.زه باوري یم، چې په راتلونکي کې به د یادو پروژو تر بشپړېدو وروسته د جامعې  زیات لګښتونه له همدې حاصلاتو نه، اداء کېږي.په یادو پروژو کې د غنمو کرکیله، د انګورو باغونه؛ تجارتي مارکېټونه او داسې نور شتون لري.تېرته په کتو، موندلی شو، چې نوموړی د څومره ژور فکر، لوړ مرال، پخې او سالمي عقېدې، په دیني او علمي ډګر کې د څومره بې ساري خدمت څښتن ده.که کوم شتمن، تجار یا خیري وګړی و غواړي، چې له همدې جامعې سره مرسته وکړي؛ نو د "سعد خیریه بنیاد"، کوم چې مشري یې د نوموړې جامعې د باني پر غاړه ده، له لاندې ادرسونو سره دي اړیکه ونیسي، ترڅو یې مال  شفاف ډو‌‌َل د خیر په چارو کې ولګېږي.


Published: Oct 15, 2023 07:04 AM
By: Hameed Rahmani
د \\\

د "جامعة دار العلوم لسعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه" د جامعې بنسټیزې چارې ښې پر مخ روانې دي.تر اوسه یې په ۱۰۰ کې کابو ۵۵ چارې بشپړې شوې.د جامعې د ستر جامع جومات لومړی منزل په معیاري او اساسي توګه سرته رسېدلی. سږ کال (۱۴۴۴ هق) د جامعې ”دارالبنین“ څانګه په رسمي توګه کابو څلور میاشتې وړاندې پیل شوې، چې پکې په سوونو زده کوونکي زده کړي کوي. دوه اونۍ وړاندې ترې ازموینه واخیستل شوه، د ځوابي پرچیو په لیدو د کتونکي احساسات نه کابو کېده. په دومره لیري پرته او غریبه سیمه کې د داسې پرمختللې معیاري جامعې، معیاري زده کړي او معیاري زده کوونکو شتون د حیرانتیا وړ خبره ده. خو دا یو منل شوی حقیقت ده، چې یو څوک د دین د خدمت لپاره لېڅې راونغاړي؛ الله پاک یې پر مخ ټولې تړلې دروازې پرانیزي، مرسته یې کوي او هدف ته د رسېدو اسانه او لنډې لارې ورښيي!الله پاک فرمایي:   "إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ"ژباړه: که تاسو د الله پاک د دین مرسته وکړئ؛ الله پاک به ستاسو مرسته وکړي.د همدې جامعې باني مولوي محمد سالم ”سعد“ نه یواځې دا، چې د نوموړې جامعې چارې مخته وړي؛ بلکې درې نورې دیني مدرسې هم په واک کې لري، چې اوسمهال یې د جوړېدو چارې په جدي توګه روانې دي، چې دوې (۲) یې د غزني د ګیلان په سیمه کې قرار لري، یوه یې د نجونو او یوه د هلکانو دیني او عصري زده کړو ته ځانګړې شوې ده.درېیمه یې د پکتیکا د خوشامند په ولسوالي کې شتون لري.په نږدې وختونو کې به یې چارې بشپړې شي او د سیمې د زده کوونکو پر مخ به یې دروازې پرانیستل شي.څرنګه چې د جامعې او نورو خیریه پروژو په ګډون د ټولو مدرسو د لګښت کومه ځانګړې سرچینه نشته؛ بلکې د هیواد د شتمنو، تجارانو او ”اهل الخیر“ حضراتو په مالي ملاتړ یاد کارونه مخته وړل کېږي؛ نو له همدې امله یو ځل بیا پر شتمنو، تجارانو او اهل الخیر وګړو په ډېر درنښت سره غږ کوو، چې د یاد شوو مدرسو او نورو تر کار لاندې پروژو په جوړولو کې له موږ سره مرستې وکړي؛ د دنیا او آخرت ثوابونه ترلاسه کړي. باوري یو چې ستاسو مرستې به په شفافه او رڼه توګه د خیر په کارونو لګول کېږي.


Published: Oct 11, 2023 05:41 AM
By: Hameed Rahmani
جوړه شوی کشمش خانه: د یتیمانو لپاره د عاید تر لاسه کولو  غوره لار

ستره پروژهتاسو هم په دې چارو کې له مونږ سره يوځای شئ، د‌ يتيمو، بېوزلو، نادارو او اړمنو کورنیو لاسنيوی وکړئپه ويډيو کې تفصيل سره معلومات وړاندې شوي کتل یې مه هيروئ.


Published: Oct 05, 2023 06:11 AM
By: Hameed Rahmani
د سعد خیریه بنسټ له خوا د باکلخیل جومات د ودانولو چارې پیل شوي

دا د ډیر خوښې ځای دی چې د تل په شان نن یو ځل بیا د سعد خیریه بنسټ له لوري د یو بل جومات د ودانولو چارې پیل شوي یاد جومات چې په غزنۍ ولایت ناوه ولسوالۍ کې موقیعت لرې د جوړلو چارې به یې ډیر ژر بشپړې شي. همدا شان د‌سعد‌ خيريه بنسټ له لورې په لسګونو جوماتونو باندې کار روان دی.


Published: Sep 20, 2023 05:40 AM
By: Hameed Rahmani
From Saad Welfare Foundation working is going on a big dam

Little Qosh Tipe Canal!See more information about it in the video.If you also want to do basic work for orphans and poor people, then Saad welfar  Foundation welcomes you.


Published: Sep 19, 2023 02:36 PM
By: Hameed Rahmani
Construction on masjid from saad welfare foundation


Published: Sep 13, 2023 05:59 PM
By: Hameed Rahmani
د سعد خیریه بنسټ له لورې جوړی شوی، کوچنی قوش تیپه کانال

په تفصیل سره یې معلومات دلته کتلای شئ                                                            


Published: Aug 30, 2023 01:23 PM
By: Hameed Rahmani
ایا تاسو د سعد خیریه بنسټ له فعالیتونو څخه راضې یاست

جميع الأنشطة التي قامت بها "مؤسسة سعد الخيرية" في الدولة؛ تستحق الثناء.لقد أنقذت هذه المؤسسة حياة الكثير من الناس بمساعدتها الشاملة؛ وفتحت مراكز العلم، والتعليم في المناطق النائية. تمت بمساعدتها حماية العديد من المناطق من خطر الفيضانات. جهودها في مجال الصحة والعافية تستحق الثناء.إذا كان أيّ شخص يريد مساعدة المحتاجين من عنواننا، يمكن له أن یجدنا على العناوين التالية.👇ــــــــــــــــــــــــــ Online Donation   Whatsapp: 0093780151658 Website :http://saadwelfarefoundation.orgDonation NowGhazanfar Bank AF: C025110000586Ghazanfar Bank$USD:C025120000638


Published: Aug 29, 2023 05:06 PM
By: Hameed Rahmani
ایا تاسو د سعد خیریه بنسټ له فعالیتونو څخه راضې یاست

ټولې هغه چارې چې "سعد خیریه بنسټ" په هیواد کې تر سره کړې؛ د ستاینې وړ دي.په خپلو هر اړخیزه مرستو یې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی؛ په لرو پرتو سیمو کې یې د پوهې او زده کړې مرکزونه پرانستي؛ ډېرې سیمې یې د سېلاب له ګواښونو نه، خوندي کړې؛ د روغتیا او صحت په برخه کې یې هڅې دستایلو وړ دي.که څوک غواړي زموږ له ادرسه له اړمنو سره مرسته وکړي، مونږ په لاندې ادرسونو موندلی شئ.👇 Online Donation   Whatsapp: 0093780151658 Website :http://saadwelfarefoundation.orgDonation NowGhazanfar Bank AF: C025110000586Ghazanfar Bank$USD:C025120000638


Published: Aug 29, 2023 04:46 PM
By: Hameed Rahmani
سعد خیریه بسنټ تل هڅه کړي تر څو داسې بنیادي کارونه ترسره کړي

                                                                        


Published: Aug 27, 2023 02:08 PM
By: Hameed Rahmani
1 2 3

خدمتونه